دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 268900
توماس ویسټ د ناروې د کډوالو شورا له مشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ناروې د کډوالو د شورا له مشر سره په افغانستان کې د بشري اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: توماس ویسټ نن سهار د دغې غونډې یو عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې ده له باجان انگلند سره په دې اړه خبرې کړي چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو بشري اړتیاوې څنګه حل کړي.
 
تر دې مخکې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې په دغه سازمان کې د افغان ښځو پر کار کولو بندیز بشري مرستو ته د افغانانو لاسرسی له ننګونو سره مخ کړی دی.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو تل د بشري حقونو له بنسټونو، د نړۍ له هېوادونو او رسنیو غوښتي چې د افغانستان واقعیتونه لکه څنګه چې دي، وڅېړي او انعکاس ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcawanuw49nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته