دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 267024
ایران ته د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ د سرپرست وزیر سفر د لاسته راوړنو څخه ډک وو
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مشر وایي، ایران ته د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ د سرپرست وزیر د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه وه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ایران ته د اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی له سفر وروسته، حسن کاظمی قمی وویل، دغه سفر بریالی و.
 
کاظمي قمي په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي په هدف د صنایعو او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په سفر کې ګټورې خبرې وشوې.
 
کاظمي قمي زياته کړه: د خواف - هرات د اورګاډي پټلۍ پرانستل، په چابهار بندر کې د سوداګريزو فعاليتونو زياتوالى او په سرحدي ترمينلونو کې د ترانزيټي خنډونو لرې کول د دغه سفر له مهمو موضوعاتو څخه وو.
 
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د چابهار بندر څخه لیدنه وکړه او له هغو افغانانو سره یې خبرې وکړې چې په دغه بندر کې یې پانګونه کړې او هغوی د اسلامي امارت د ملاتړ غوښتنه کړي ده.
 
افغان پانګوالو هم په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې که د چابهار بندر له اسانتیاوو کار واخیستل شي، بیې به راټيټې شي.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند همداراز زیاته کړه چې "عزیزي" په دغه بندر کې د سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو په اړه له یو شمېر ایراني چارواکو سره هم خبرې کړې دي.
 
د یادولو وړ ده چې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي دوه ورځې وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت ته د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، ټرانزیټ او پانګونې په اړه د خبرو په موخه سفر کړی و.
 
له دغه سفر وروسته د نیمروز ولایت او د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت تر منځ د میلک په پوله د ایران او افغانستان ترمنځ د دوهم سړک د جوړولو کار رسماً پیل شو.
 
https://avapress.com/vdcgxu9xtak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته