دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 263441
د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا په هېوادونو کې د امریکا اهداف په جګړي پورې تړلي ده
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په افغانستان کې د پاکستان له پوځي برید څخه د امریکا ملاتړ د دې ښکارندویي کوي چې په منځنۍ او سویلي اسیا کې د دغه هېواد ګټې له جګړې سره تړلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سیاسي کارپوهانو دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرائس د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځي برید ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې پاکستان د افغانستان په خاوره کې پوځي عملیاتو حق لري.
 
د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الله علیزي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان له پوځي برید څخه د امریکا ملاتړ ښيي چې د دغه هېواد ګټې د منځنۍ او سویلي اسیا د هېوادونو تر منځ په جګړه پورې تړلې دي.
 
هغه زیاته کړه: په منځنۍ اسیا کښې د جنګ په شروع کولو سره امریکا هڅه کوی چې د ناامنۍ لمن چین او روسیې ته وغزوی نو د اسیایی هیوادونو مشران باید په سیمه کښې د امریکا او اروپایی هیوادونو د اهدافو لپاره خپل خلک قربان نه کړی.
 
د نړیوالو اړیکو دغه کارپوه ټینګار وکړ، که پاکستان پر افغانستان پوځي برید وکړي، دغه هېواد به تر افغانستان زیات زیانمن کړي، ځکه په دغه هېواد کې د پاکستان د حکومت او د ازادۍ د غورځنګونو پر ضد څو ډلې شتون لري.
 
په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه عبدالجمیل شیراني له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې پاکستان د ملګرو ملتونو غړی دی، نو د نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو له مخې پر دغه هېواد د پوځي برید حق نه لري.
 
هغه زیاته کړه چې پاکستان په اسلامي امارت تور لګوي چې له شواهدو او اسنادو پرته پاکستاني طالبانو (TTP) ته پناه ورکوي، په داسې حال کې چې TTP په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.
 
هغه زیاته کړه، که پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د شتون په اړه کوم شواهد او اسناد لري، ملګرو ملتونو ته دې وړاندې کړي، که نه نو اسلامي امارت به په ټول توان د پاکستان د پوځي برید پر وړاندې ودرېږي.
 
دغه سیاسي کارپوه څرګنده کړه چې اسلامي امارت تر اوسه هیڅ ترهګرې ډلې ته اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان په خاوره کې خوندي پټنځایونه ولري او د افغانستان له خاورې څخه یې د نړۍ پر هیوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیو هیوادونو پر ضد ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي. .
 
په همدې حال کې، تحریک طالبان پاکستان (TTP) تیره میاشت اعلان وکړ چې د پاکستان له حکومت سره یې خبرې اترې پای ته رسولي او له خپلو جنګیالیو یې غوښتي چې په پاکستان کې پر حکومتي اهدافو بریدونه وکړي.
 
پاکستاني چارواکي وايي، چې د تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له پولې هاخوا پر پاکستان بریدونه کوي، خو پاکستاني طالبانو ویلي، چې دوی خپل بریدونه د پاکستان دننه همغږي کوي.
 
خو د اسلامي امارت د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور او په افغانستان کې د هغوی د احتمالي برید په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې پاروونکي او بې اساسه بللي دي.
 
دغه وزارت زیاته کړه چې افغانستان د مالک پرته نه دی، موږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو یو او د خپل ګران هېواد په دفاع کې تر بل هر چا ښه تجربه لرو
https://avapress.com/vdcfjmd0yw6dvja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته