دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 262664
له اوکراین سره د امریکا پوځي مرسته؛ واشنګټن کییف ته د پټریوټ توغندیو سیسټم لیږي
واشنګټن ته د اوکرایین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له سفر سره سم، امریکا دغه هېواد ته د خپلې نوې پوځي مرستې بسته اعلان کړه. د مرستې کڅوړه، چې ۱.۸ ملیارد ډالر اټکل شوی، د پیټریوټ توغندیو سیسټم او دقیق لارښود توغندي شامل دي.
افغان غږ خبری آژانس: امریکايي چارواکو، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې په دې بسته کې د پنټاګون په ګودامونو کې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو وسلې او د اوکراین د امنیت په برخه کې ۸۰۰ میلیونه ډالره مالي مرسته شامله ده.
 
د مرستو دغه بسته د پرمختللو وسلو د پراختیا استازیتوب کوي چې اوکراین ته د روسیې د توغندیو د پراخو بریدونو په وړاندې د کیف د هوایي سیسټم د پیاوړتیا لپاره لیږل کیږي.
 
همدارنګه د امریکا مرستې چې د باخبرو چارواکو په وینا نن به په رسمي توګه اعلان شي، په داسې حال کې پلان شوې چې د جوبایډن اداره په واشنګټن کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هرکلي ته تیاری نیسي.
 
دا له روسیې سره د جګړې له پیل راهیسې بهر ته د اوکرایین د ولسمشر لومړی سفر دی، چې له دغه هېواد سره د امریکا د ملاتړ دوام په ګوته کولای شي.
 
د زیلینسکي له راتګ سره چې ټاکل شوې نن واشنګټن ته راشي، امریکايي رسنیو ویلي چې هغه به د کانګرس له مشرانو او د ملي امنیت د کمیټې له جګپوړو وکیلانو سره وګوري او د کانګرس پولیس به امنیتي تدابیر زیات کړي.
 
زیلینسکي او نورو اوکرایني چارواکو پر لوېدیځو مشرانو فشار راوړی چې د پیټریاټ په ګډون کییف ته نورې وسلې ولېږي، څو نوې وسلې له مسکو سره په جګړه کې ورسره مرسته وکړي.
 
پیټریوټ به د ځمکې څخه هوا ته د توغندیو ترټولو پرمختللی سیسټم وي چې اوکراین ته به د هوایی بریدونو د شنډولو لپاره ورکړل شي.
 
https://avapress.com/vdcb05b5arhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته