دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 262559
د پاکستان او افغانستان تر منځ سرحدي تاوتریخوالی؛ پاکستاني پلاوی به ډېر ژر کابل ته راشي
د پاکستان او د اسلامي امارت د حکومت تر منځ د سرحدي تاو تریخوالي له زیاتیدو وروسته ټاکل شوې چې د پاکستان د علماوو څلور کسیزه پلاوی کابل او کندهار ته سفر وکړي چې د اسلامي امارت له مهمو چارواکو سره د دواړو لورو ترمنځ د سرحدي کړکیچ د کمولو په لارو چارو خبرې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، د پاکستان د علماوو څلور کسیز پلاوی کابل او کندهار ته ځي چې د وروستیو سرحدي جګړو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره مشورې او خبرې اترې وکړي.
 
د پاکستان په سرحدي ښار چمن کې یوه سیمه ییز چارواکي ویلي، ټاکل شوې چې دغه پلاوی په کابل او کندهار کې د اسلامي امارت له مهمو چارواکو سره د دواړو غاړو ترمنځ د سرحدي کړکېچ د کمولو په اړه خبرې وکړي.
 
د دغه چارواکي په وینا د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د اسلامي امارت تر منځ معمولې سرحدي خبرې افغانستان ته د دغه پلاوي د سفر له امله ځنډول شوي دي.
 
خو هغه زياته کړه، چې له سپين بولدک - چمن څخه د پولې دواړو غاړو ته په ملکي سيمو کې عادي فعاليتونه بېرته پيل شوي دي.
 
په ورته وخت کې اسلام اباد وايي، چې د سپین بولدک - چمن پر لویه لار په دوو وروستیو نښتو کې لږ تر لږه ۹ پاکستاني ملکي وګړي وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
 
د یادولو وړ ده چې پرون په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحدي کړکیچ د هواري لپاره د یوې کمیټې د جوړولو اعلان وکړ.
 
https://avapress.com/vdcenw8wojh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته