دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 262314
د تل ابیب څخه د چک سفارت و قدس ته انتقالیږي
د چک جمهوریت ولسمشر اعلان وکړ چې په پام کې لری په تل ابیب کښې د خپل هیواد سفارت د بیت المقدس د پلازمینې په توګه د صهیونیسټی رژیم د غوښتنې د ملاتړ په خاطر د قدس ښار نیواک ښار ته ولیږدوی.
افغان غږ خبری آژانس: د سما خبري آژانس د خبر له مخې، د چک ولسمشر میلوش زمان ویلي، په پام کې لري چې په راتلونکو میاشتو کې د خپل هېواد سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړي.
 
د چک ولسمشر چې له صهیونیسټ رژیم څخه د پراخ ملاتړ له امله پیژندل کیږي کابو یو نیم کال مخکې په اشغال شوي بیت المقدس کښې د خپل هیواد د سفارت لپاره یوه څانګه پرانیستله خو اصلي دفتر یې لا هم په تل ابیب کښې دی .
 
سربیره پردې، د چک جمهوریت د بیت المقدس په یوه ولسوالۍ کې د "د کلتور او سوداګرۍ چک ماڼۍ" تر سرلیک لاندې رسمي کلتوري دفتر لري.
 
میلوش زمان چې د دغو حرکتونو اصلي عامل دی، په یوه بیان کې ویلي چې دی غواړي د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د خپلې ولسمشرۍ د دورې له پای ته رسېدو مخکې بیت المقدس ته د سفارت د لېږد بهیر پای ورسوي.
 
هغه تاکید وکړ چې په راتلونکو میاشتو کښې به د چک جمهوریت له وزیراعظم پیټر ویالا سره یو ځای د نیواک شویو سیمو ته رسمی سفر وکړی او د دغه سفر په لړ کښې به بیت المقدس ته د خپل هېواد د سفارت د بشپړ منتقلولو اعلان وکړی.
 
د ۲۰۲۱ په مارچ کې ، د چک جمهوریت لومړي وزیر پیټر ویالا په بیت المقدس کې د خپل هیواد سفارت څانګه پرانستله.
 
هغه په ​​یوه بیان کې وویل: "اسرائیل زموږ لپاره یو مهم متحد دی او زه شخصا په دې باور یم چې زموږ سفارت باید له تل ابیب څخه بیت المقدس ته ولیږدول شي ځکه چې اسراییل بیت المقدس خپله پلازمینه ګڼي او موږ باید دې مسئلې ته درناوی وکړو."
 
https://avapress.com/vdcdfx0xoyt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته