دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 262185
اسلامي امارت د چین د سفارت د امنیت د ټینګښت ژمنه وکړه
داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په کابل کې د چين له سفير سره په کتنه کې ددغه هيواد دسفارت دامنيت دتامينولو او ساتنې ژمنه وکړه .
افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د چین سفیر وانګ یو، پرون (یکشنبه، قوس ۲۰) د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې دغه اندیښنه څرګنده کړه.
 
د باختر خبری آژانس د خبرله مخې: په دې کتنه کې له اسلامي امارت څخه وغوښتل شول چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت امنيت ته زياته پاملرنه وکړي.
 
خو اسلامي امارت ویلي دي چې چین په دې لیدنه کې د افغانستان له امنیت څخه خوښي څرګنده کړه خو دغه هیواد ته یې د خپل سفارت د امنیت په اړه ډاډ ورکړ.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره جمعه داعش وسله والو په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې کړې وې، چې په پایله کې یې د دغه هېواد د سفیر یو ساتونکی ټپي شوی و.
 
د يادونې ده، چې په تېرو درېيو مياشتو کې په کابل کې د روسيې او پاکستان پر سفارتونو بريدونه شوي دي چې دا خبره د چین اندیښنه زیاته کړې.
 
څه موده وړاندې د چک جمهوریت هم اعلان وکړ چې د امنیتي دلایلو له امله به په افغانستان کې خپل سفارت د تل لپاره وتړي.
 
https://avapress.com/vdcjo8e8iuqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته