دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 262179
د جاپان له سفیر سره د متقي لیدنه، نړۍ ته د اسلامي امارت د مثبتو کړنو پر لېږد ټینګار وشو
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې نړۍ باید له افغان حکومت سره مثبت ډیپلوماټیک تعامل وکړي. د جاپان سفير هم په دې کتنه کې وويل، چې هېواد به يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غړي په توګه په راتلونکي کال کې د افغانستان د وضعيت په ښه کولو کې د مثبت رول ولوبوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی په یو لړ ټویټونو کې اعلان کړی چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی تیره ورځ په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشی اوکادا سره وکتل.
 
په دې کتنه کې دبهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي نړۍ ته داسلامي امارت د مثبتو دندو د لیږد غوښتنه وکړه .
 
متقي وویل چې اسلامي امارت د کوکنارو د کښت په مخنیوي، له فساد سره د مبارزې او امنیت په تامین کې ډیرې لاسته راوړنې لري.
 
په دې کتنه کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا څرګنده کړه چې هېواد به یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړي په توګه په راتلونکي کال کې د افغانستان د وضعیت په ښه کولو کې د مثبت رول ولوبوي.
 
په دې کتنه کې د جاپان سفير وويل چې له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د اقتصادي ودې په باب خبرې کوي.
 
هغه وويل، هېواد يې غواړي له افغانستان سره د معيشت او د نشه يي توکو د بديل، د معتادينو د درملنې او نورو برخو کې خپلې مرستې زياتې کړي.
 
جاپان په تېر حکومت کې یو له هغو مرسته کوونکو هېوادونو څخه و، چې د اسلامي امارت د واک له ترلاسه کولو وروسته یې له سرپرست حکومت سره ښې ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړې.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د جاپان سفير د دولت له يو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي او تل يې له اسلامي امارت سره پر اغېزمنو اړيکو ټينګار کړی دی.
 
https://avapress.com/vdccmiqio2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته