دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 259896
په افغانستان کې د سره صلیب مرستې پراخیږي
د سره صليب کمېټې مشر د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال سره د کتنې پر مهال په افغانستان کې د دغه بنسټ د فعاليتونو د پراخېدو پرېکړه اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس: د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره شپه (میزان ۲۶) په خپله ټویټر پاڼه کې د سره صلیب د کمېټې د مشر ایلوا فیلیون د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د لیدني خبر ورکړ.
 
په دې کتنه کې د سره صليب د کميټې مشرې ايلوا فيليون په افغانستان کې د دغې کميټې د فعاليتونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه سازمان له اوکراين وروسته په نړۍ کې تر ټولو ستر عمليات په افغانستان کې ترسره کوي.
 
هغه زياته کړه، چې د روغتونونو، روغتيايي زده کړو څانګو او زندانونو په برخه کې د خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ د اوبو او انرژۍ، کرنې او بشري مرستو په برخو کې هم خپل فعاليتونه پراخوي.
 
فیلیون زیاته کړه چې دوی سږ کال په افغانستان کې خپل فعالیتونه دوه چنده کړي او پلان لري چې په ۲۰۲۳ کال کې هم په همدې کچه وساتي.
 
ښاغلي ستانکزي د سره صليب د نړيوالې کمېټې له مرستو مننه وکړه او په هېواد کې يې د اقتصادي ستونزو تر هواري پورې د افغانستان له خلکو سره د دغه سازمان د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
 
 ښاغلي ستانکزي د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب د دې ادارې د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو ډاډ هم ورکړ.
 
https://avapress.com/vdceoo8wpjh8nvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته