دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 258479
شینهوا: له ترهګرۍ سره جګړه د امریکا د واک د ترلاسه کولو وسیله ده
چینايي رسنۍ شینهوا پر افغانستان د امریکا د برید لاملونه څېړلي او لیکلي یې دي، چې د ترهګرۍ تعریف د امریکا په ګټو پورې اړه لري او دا چې واشنګټن تل له ترهګرۍ څخه د جګړې لپاره کار اخیستی او د واک لپاره یې خپلې لېوالتیا زیاته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: شینهوا د یوه افغان کارپوه له قوله خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۱ کلونو کې پر افغانستان د ترورېزم پرضد جګړه یوازې د امریکا د واک په خاطر وه.
 
شینهوا لیکلي: په ۲۰۰۱ کال کې یې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته له ترهګرۍ او القاعده سره د مبارزې په پلمه پر افغانستان یرغل وکړ او اسامه بن لادن ته یې د پناه ورکولو په پلمه د طالبانو حکومت ړنګ کړ.
 
دغې چینايي رسنۍ زیاته کړه: له دې پیښي څخه شل کاله وروسته امریکا په بېړه له افغانستانه ووتله او دغه هیواد یې له مطلق فقر سره مخ کړ.
 
د کابل پوهنتون استاد نجیب الله جامي شینهوا ته ویلي: د ترهګرۍ تعریف د امریکا په ګټو پورې اړه لري او واشنګټن تل له ترهګرۍ سره د مبارزې او د واک د زیاتولو لپاره کار اخیستی او په حقیقت کې له دې سره جګړه نه ده کړې.
 
جامي خپلو خبرو ته دوام ورکړ او زیاته یې کړه: په افغانستان کې د ترورېزم تر نامه لاندې له شل کلنې جګړې وروسته اوس موږ په هېواد کې د لا زیاتو ترهګرو ډلو د شتون شاهدان یو.
 
د افغانستان د مسئلې دغه شنونکی په دوام کښې وویل: امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې، د نشه ایزو موادو د تولید او قاچاق د کنټرولولو او د دغه هېواد د بیا رغولو په شعارونو سره پر افغانستان حمله وکړه؛ خو دغو ادعاوی برعکس نتیجه ورکړه خو اوس د نشه ایزو موادو په زیاتېدو او له بې وزلۍ سره مخامخ دی.
 
هغه تاکید وکړ: په افغانستان، عراق، سوریې او د نړۍ په نورو سیمو کښې د امریکا د جنګ پایلې ټولو خلکو ته معلومې دی او وضاحت ته ضرورت نه لری.
 
د کابل پوهنتون دغه استاد څرګنده کړه: «په افغانستان کې د امريکا شتون يوازې زيانونه اړولي او د هېواد اقتصاد له سقوط سره مخ دی او موږ خپله انرژي له ګاونډيو هېوادونو ترلاسه کوو او د خلکو مطلق اکثريت په فقر کې ژوند کوي».
 
https://avapress.com/vdca0anuo49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته