دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۹
د مطلب کود : 256084
د کندهار ولایت په نیش ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنیو څه باندې لس میلیونه افغانۍ وویشل شوې
په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په نېش ولسوالۍ کې یوې ادارې په اړو کورنیو څه د پاسه لس میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشلې ده.
افغان غږ خبری آژانس: کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس محمد قاسم تسنيم وايي، دغه مرستې د DRC موسسې له لوري پر ۳۲۷ اړمنو کورنيو باندې توزيع شوې دي.
 
د تسنیم  په وينا چې د دې مرستو سروې د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست او DRC موسسې له لوري ترسره شوې او تېره ورځ ورته یادې مرستې وویشل شوې.
 
هغه زیاتوي، د نغدې مرستو ترڅنګ يې پر ۱۵۵ کورنيو د سرپناه کڅوړې او له ۱۶۱ کورنيو سره ۴۰ بستې د سوی تغذې بسکویټ مرسته ترسره کړې.
 
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم کندهار کې پر اړمنو او بې وزلو کورنيو د ميليونونه ډالرو مرستې وېشل شوي خو عام وګړي بيا د مرستو پر شفافيت ټينګار کوي او د طالبانو له مشرانو غواړي ترڅو دغه پروسه ورته د فساد مخنيوی وکړي.
https://avapress.com/vdcaainuy49nmw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته