امنیتي چارواکي وایي، چې د پکتیا مرکز ګردیز ښار د لومړۍ حوزې اړوند له خوست پله سره د ملي اردو پر موتر چاودنه رامنځته شوې ده.
د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم ته ویلي، چې دوه تنه د ملي اردو سرتېرې یې ټپیان کړه. تبسم زیاتوي، چې په دې چاودنه کې ملکیانو ته تلفات ندي اوښتي. وسلوالو طالبانو هم په دې اړه څه ندي ویلي. سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)