دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 168272
په میاشت کې څلور هراتی کوچنیان چی زړه سورۍ مریضی باندی اخته دی، د مشهد امام رضا په روغتون کې تداوی کیږی
هر اونۍ یو هراتی کوچنی د زړه سورۍ مریضی ولری او فقیرو کورنیو څخه وی په وړیا توګه د امام رضا علیه السلام په روغتون کې وړیا توګه تداوی کیږی.

دا مطلب داکتر عبدالحکیم تمنا، د هرات عامه روغتیا وزارت و افغان غږ خبری آژانس ته وویل او زیاته کړه: خپل آخیر سفر کې چی هرات ځینی داکترانو سره و مشهد ته درلودلی دی، د مام رضا روغتون رئیس سره خبرو اترو وروسته، دا تړون لاسلیک شوی دی.
هغه زیاتړه کړه چی ددی طرحی اجرا د صحت مددکارانو هماهنګی کمیته له لوری ترسره کیږی او د یو کال په ترڅ کې نږدی ۴۸ تنه فقیر کوچنیان چی زړه سورۍ مریضی ولری د عملیات لپاره به دی روغتون ته ولیږل شی.
د تمنا په وینا، ابتدایی څیړنو او تشخیصات د هرات په لقمان حکیم روغتون کې ترسره کیږی او څو طبی تجهیزاتو شرکت هم د اړتیا وړ لوازم آماده کوی.
د هرات عامه روغتیا رئیس زیاته کړه چی ددی مریضانو سرپرستی او هماهنګی مسئولیت په مشهد کې امام جواد خیریه موسسه ته ورکړل شوی او احمد شاه فقیری خیریه بنیاد په هرات کی کې هم د متقاضیانو ټولنیز مرستو څیړنې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
تمنا هیله وښوده چی په راتلونکې کال کې به وکولای شی دا عملیات په هرات کې ترسره کړی.
 
https://avapress.com/vdcbzwb85rhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته