ارګ ماڼی د یو بیان په خپرولو سره ویلي ”د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکم پر بنسټ اکلیل حکیمي په بین المللي چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام د ستر سلاکار په توګه وګومارل شو. “
د حکم په متن کې لېکل شوي چې، په بین المللي چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د ستر سلاکار په توګه د مالیې وزارت د پخواني وزیر اکلیل حکیمي ټاکنه منظوره ده.
د افغانستان مالیې وزیر پرون په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل چې د کورنیو ستونزو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
ښاغلي حکیمي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې د ولسمشر غني د هغه استعفا منلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان تجارت وزیر او د مخابراتو معین هم له خپلو دندو استعفا کړې وه.
د دې ترڅنګ د افغانستان د ښار او کور جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري هم د روغتیایي ستونزو له امله له خبلې دندې استعفا ورکړې وه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)