دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 165313
د ملي یووالي حکومت وتلی وزیر سید سعادت منصور نادري له خپلې دندې استعفا وکړه
د افغانستان د ملي یووالي حکومت وتلی وزیر سید سعادمت منصور نادري هم له خپلې دندې استعفا وکړه.

د ښار او کور جوړونې په وزارت کې باوري سرچینې وایي، ښاغلي نادري له خپلې دندې استعفا کړې او ټاکل شوې چې ډیر ژر د خپلې استعفا د څرنګوالي په اړه معلومات له خلکو سره شریک کړي.
ښاغلي نادري د ۲۰۱۴ کال په پیل کې یې د ولسي جرګې له اکثریتو وکیلانو څخه د باور رایو په ترلاسو کولو سره د ښار او کور جوړونې وزیر په توګه خپله دنده پیل کړه.
نومړی په دې موده کې یې او په خاصه توګه د ښار او کور جوړونې په برخه کې د مهمو پروژو د پلي کولو او پرانیستلو په برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي.
له ستونزو ډک د اماراتو ښارګوټی په ګډون د یو شمېر پروژو چارې د ښاغلي نادري تر مشري لاندې بشپړي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
د دې ترڅنګ د ښار او کور جوړونې په وزارت کې یې د اصلاحاتو د راوستلو او د اداري فساد په وړاندې یو لړ کامیابه هلې ځلې د ښاغلي نادري له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کېږي.
نومړی د ښار او کور جوړونې وزیر په توګه د خپلې دندې په پیل کې یې وتوانید چې د وزارت له مشرتابې څخه یو شمېر جګپوړي دولتي مامورین له دندې لرې کړي او اړوندو قضایي ادارو ته معرفي کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezn8zxjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته