د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وایي، په جلال اباد ښار کې څه موده وړاندې یو موچي او دوه سرتېرې په بېلابېلو پېښو کې شهیدان شول،که څه هم هغه مهال د دواړو پېښو مسؤلیت داعشیانو او وسله والو طالبانو واخیست،خو وروسته مالومه شوه،چې دواړې ډلې یواخې دروغ وایي او دواړه پېښې د مافیایي کړیو له لورې د پیسو په بدل کې شوي دي .
هغه زیاته کړه، چې د ملي امنیت ځواکونو څه موده وروسته د پېښې درې عاملین ونیول، چې د اعترافونو پر مهال یې وویل «موږ ته پنځوس زره افغانۍ د یو کس د وژنې پر سر را کول کېدې او هغه کسان چې پیسې را کولې،په ځانګړې لباس پوښل شوي وو،چې موږ نه پېژندل،خو نه طالبان دي او نه هم داعشیان.»
د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، د دې کسانو له نیول کېدو او اعترافو مالومه شوه،چې ځینې مافیایي کسان قصدا د پردیو په اشاره د ادارې د نا کامه ښودلو او په نا امنۍ کې د خپلو ګټو د خوندي ساتلو په موخه د پیسو په بدل کې مافیایي وژنې کوي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)