کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو او داعشیانو په نوم د مافیایي کړیو فعالیتونو په اړه نوي موندنې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 ثور 1397 ساعت 14:12

په ختېځ ننګرهار ولایت کې ځایي چارواکي وایي، د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو او طالبانو په نوم یو شمېر مافایي کړيو تخریبي فعالیتونه ترسره کوي.



د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وایي، په جلال اباد ښار کې څه موده وړاندې یو موچي او دوه سرتېرې په بېلابېلو پېښو کې شهیدان شول،که څه هم هغه مهال د دواړو پېښو مسؤلیت داعشیانو او وسله والو طالبانو واخیست،خو وروسته مالومه شوه،چې دواړې ډلې یواخې دروغ وایي او دواړه پېښې د مافیایي کړیو له لورې د پیسو په بدل کې شوي دي .
هغه زیاته کړه، چې د ملي امنیت ځواکونو څه موده وروسته د پېښې درې عاملین ونیول، چې د اعترافونو پر مهال یې وویل «موږ ته پنځوس زره افغانۍ د یو کس د وژنې پر سر را کول کېدې او هغه کسان چې پیسې را کولې،په ځانګړې لباس پوښل شوي وو،چې موږ نه پېژندل،خو نه طالبان دي او نه هم داعشیان.»
د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، د دې کسانو له نیول کېدو او اعترافو مالومه شوه،چې ځینې مافیایي کسان قصدا د پردیو په اشاره د ادارې د نا کامه ښودلو او په نا امنۍ کې د خپلو ګټو د خوندي ساتلو په موخه د پیسو په بدل کې مافیایي وژنې کوي .


د مطلب کود: 162812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162812/د-طالبانو-او-داعشیانو-په-نوم-مافیایي-کړیو-فعالیتونو-اړه-نوي-موندنې

آوا
  https://www.avapress.com