دخپریدو نیټه :جمعه ۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 162622
وسله والو طالبانو او داعشیانو باندی ننګرهار ولایت بریدونه شوی
ننګرهار ولایت اچین او بټې کوت ولسوالیو کې بی پیلوټه هوایی الوتکې پر طالبانو او داعشیانو باندی سخت بریدونه کړي چی ورته مرګژوبله اړولي.

په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د بټې کوت ولسوالی په کوچیانو سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو د هوایي برید په ترڅ کې د طالبانو درې غړي وژل شوي او یو بل ټپي دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د طالبانو یو مل دشکه هم لمنځه تللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت مقام پرون وویل، چې د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوايي بريد پرمهال پنځو تنو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتي .
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د سې شنبې په ورځ ناوخته شاوخوا شپږ بجې داچين ولسوالۍ پېښې اړوند لکړۍ کنډو سيمه کې د داعش وسله ولو په پتنځای د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کړی چې په ترڅ کې يې درې داعش وسله وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
په راليږل شوي خبر کې يادونه شوې، چې په دغه بريد کې د داعش ډلې يو شمېر وسله او مهمات لمنځه وړل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdceww8zwjh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته