کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسله والو طالبانو او داعشیانو باندی ننګرهار ولایت بریدونه شوی

7 ثور 1397 ساعت 16:25

ننګرهار ولایت اچین او بټې کوت ولسوالیو کې بی پیلوټه هوایی الوتکې پر طالبانو او داعشیانو باندی سخت بریدونه کړي چی ورته مرګژوبله اړولي.



په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د بټې کوت ولسوالی په کوچیانو سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو د هوایي برید په ترڅ کې د طالبانو درې غړي وژل شوي او یو بل ټپي دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د طالبانو یو مل دشکه هم لمنځه تللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت مقام پرون وویل، چې د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوايي بريد پرمهال پنځو تنو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتي .
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د سې شنبې په ورځ ناوخته شاوخوا شپږ بجې داچين ولسوالۍ پېښې اړوند لکړۍ کنډو سيمه کې د داعش وسله ولو په پتنځای د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کړی چې په ترڅ کې يې درې داعش وسله وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
په راليږل شوي خبر کې يادونه شوې، چې په دغه بريد کې د داعش ډلې يو شمېر وسله او مهمات لمنځه وړل شوي دي.
 


د مطلب کود: 162622

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162622/وسله-والو-طالبانو-او-داعشیانو-باندی-ننګرهار-ولایت-بریدونه-شوی

آوا
  https://www.avapress.com