دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 152364
د ملي یووالي حکومت او مشرانو پر خلاف د عطا محمد نور تند څرګندونې
د بلخ والي او جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور یوځل بیا د ملي یووالي پر حکومت او مشرانو د موجود حالاتو او تاوتریخوالو په خاطر سخته نیوکه وکړه.

نومړی تیره ورځ په لویدیځ هرات ولایت کې د خپل سفر په ترڅ کې او په یوه غونډه کې د وینا پر مهال د زیاتیدونکي ادارې فساد، ترهګریز فعالیتونه، په ټاکنو کې د لاسوهنې هڅې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

هغه وویل، چې د ملي یووالي حکومت تر واک لاندې ادارې فساد په پراخه کچه وجود لري او د حکومت ادارې واک د څو کسانو تر کنټرول لاندې دی.

نومړی زیاته کړه، چې د هېواد امنیتي حالات مخ په خرابیدو دي او هره ورځ د ترهګرو په بریدونو کې لسګونه کسان او د امنیتي ځواکونو منسوبین وژل کیږي.

هغه د راتلونکی ټاکنو په اړه هم خبرې وکړې او پر حکومت غږ وکړ ترڅو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په تشکیلاتو کې د تغیراتو لپاره ژر اقدامات وکړي او خبرداری ورکړ که چیرې د حکومت او د کمیسیون په کارونو کې بدلون رامنځته نه شي نو د راتلونکو ولسمشریزو له ټاکنو څخه د شفافیت تمه نه شي کیدای.

د بلخ والي ټینګار وکړ چې د موجود نظام د اصلاح په خاطر باید ډیر ژر وروستي پریکړه وشي.

نومړی وویل، که دولت اصلاح نه کیږي، غوره به دا وي، جې نسکوره شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3x9qtak9nw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته