دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 147860
جوزجان کې د طالبانو دوه نومول شوي ولسوالان وژل شوي

د افغان حکومت د کمانډو ځواکونو ویاند، جاوید سلیم په جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو د دوو نومول شوو ولسوالانو له وژل کیدو خبر ورکړی.

ښاغلي سلیم ویلي چې په دغو دوی کې نقیب الله د خانقا ولسوالۍ او احمد شاه د فیض اباد ولسوالۍ لپاره د دغې ډلې ولسوالان و.

دغه ولسوالان د مردیان ولسوالۍ په مردیان سیمه کې له خپلو شپږو تنو ملګرو سره د هاوان مرمۍ د یوې سرګلولې د چاودنې له امله وژل شوي دي.

سلیم ویلي دوی د خپل هاوان سرګلولې د چاونې په پایله کې وژل شوي او یو شمیر نور پکې ټپيان شوي هم دي.

جوزجان هغه ولایت دی چې وسله وال طالبان یې په یو شمیر ولسوالیو کې پراخ فعالیت کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0zb8grhbawp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته