دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 289158
د اسلامي همکاریو د سازمان یو پلاوی د مرستې په موخه کابل ته راغلی دی
د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ځانګړي استازي د رئیس الوزرا له سياسي مرستيال سره په کتنه کې وويل چې اسلامي نړۍ او دغه سازمان له افغانستان سره مرستو ته ژمن دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د رئیس الوزرا سیاسيمزستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل.

په دې کتنه کې طارق علي بخیت وويل، اسلامي نړۍ او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له افغانستان سره همکاريو او مرستو ته ژمن دي.

ښاغلي بخیت زیاته کړه چې د اسلامي همکاریو سازمان غواړي له افغانانو سره د مرستې او د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل په برخو کې کار وکړي.

له بلې خوا په دې کتنه کې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال له افغانانو سره د بشري مرستو په دوام باندې په ټينګار سره له دغه سازمان څخه وغوښتل چې د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په پراختيا کې مثبت رول ولوبوي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې اوس په افغانستان کې یو بشپړ او خپلواک اسلامي نظام حاکم دی، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې لري او د همکارۍ، تعامل او سیمه ییز ثبات پراخول غواړي.

نوموړي دغه راز د اسلامي هېوادونو له پانګوالو وغوښتل چې له شته فرصتونو په استفادې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي همکاریو د سازمان پلاوی له څو ورځو راهیسې په کابل کې دی او د اسلامي امارت له بیلابیلو چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

تر دې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې کابل ته د دغه سازمان د پلاوي د سفر موخه د افغانستان د سرپرست حکومت له بېلابېلو چارواکو سره د ښځو د حقونو په اړه خبرې او مشورې دي.
https://avapress.com/vdciw3arvt1avz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته