دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 144040
د غزنی اوسیدونکی د آمریکا سره د امنیتی پیمان فوری لغوی غوښتونکی سوی دی
د غزنی اوسیدونکی په دی بیان سره چی امریکا په ټوله نړۍ او افغانستان کی د ټولو جنایتونو مسئول دی د کابل او واشنګتن د امنیتی پیمان د لغوی غوښتونکی سو.
د غزنی ځینی اوسیدونکی د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په مصاحبه کی، آمریکا په نړۍ کی د ټولو جنایتونو مسئول وبلل او وویل: داعش، القاعده او ټوله وحشی او تروریستی ډلی چی په افغانستان او اسلامی هیوادونو کی انتحار او جنایت او مسلمانانو وژنی باندی لاس پوری کوی د آمریکا لاس جوړ سوی دی.
علی احمد وویل: آمریکا د تروریستی ډلو د فوری منځه وړنی توان لری خو ددی لپاره چی ددوی سره د مبارزی په بهانی سره پر اسلامی هیوادونو باندی تیری وکړی او اسلامی هیوادونه اشغال کړی او زموږ سرچینی تارج کړی نه یواځی ددی ډلو کامل نابودولو په فکر کی نه دی بلکه ددی تروریستی ډلو څخه ملاتړ هم کوی.
په همدی حال کی محمد جواد ولایتی د غزنی تبیان فرهنګی او اجتماعی فعالیتونو مرکز سرپرست د آمریکا سره د امنیتی پیمان لغوی غوښتونکی سوی او وایی: ددی لپاره زموږ ځینی هیواد وال د آمریکا سره د امنیتی پیمان امضا طرفدار وو چی شاید ددی پیمان امضا وروسته د هیواد اقتصادی او امنیتی وضعیت ښه سی او آمریکا د ځینو هیوادونو لکه پاکستان مداخلاتو او تیریو مخه په افغانستان کی ونیسی، خو ددی پیمان د امضا کیدو برسیره نه یواځی د هیواد امنیتی او اقتصادی وضعیت نه دی ښه سوی بلکه حالات تر دی هم خراب سوی دی، نو دا پیمان د افغانستان لپاره کوم ګټه نه لری او باید فوری لغوه سی.
https://avapress.com/vdci55azut1a5u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته