دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 141033
په ننګرهار کې لاریونوالو د مور بم کارول او د پدرام د یورند کرښې منل دواړه وغندل
په ننګرهار کې سلګونه کسانو د یوه لاریون په ترڅ کې پر اچین ولسوالۍ د امریکا د مور بم کارول او د دیورند کرښې په تړاو د لطیف پدرام د څرګندونو غندنه کړې.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د ننګرهار یو شمېر مدني فعالان او استوګن د دیورند کرښې په تړاو او د ولسي جرګې د غړي لطیف پدرام د څرګندونو او په اچین ولسوالۍ کې د امریکا تر ټولو ستر بم غورزولو په غصه کړي دي.
دوی د لطیف پدرام څرګندونې وغندلې او دیورند کرښه یې د افغان ولس پر تن په جبر تېره شوې فرضي کرښه یاده کړه.
لاریونکوونکیو په اچین ولسوالۍ کې د داعش پرضد د حمزه په نوم د پیل شویو عملیاتو ستاینه وکړه؛ خو د امریکا له خوا د مامند په اسدخېلو سیمه کې د ترټولو ستر بم غورزول یې وغندل.
دوی وویل دا بم، به په سیمه کې ځايي خلکو ته ګڼې ناروغۍ پيدا کړي او د سالم ژوند امکان به هم کم کړي.
دوی، دا بم غورزول د امریکا د درندو وسلو ازمایښت وباله.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، امریکا خپل مور بم له حکومت سره په تفاهم کې کارولی. نوموړی زیاتوي، د بم د زیانونو په اړه به هر اړخیزې څېړنې وشي او په اوږد مهال کې به د زیانونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
د ننګرهارد مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د غورزول شوي مور بم په سیمه کې اوس هم عملیات روان دي.
لاریون کوونکي د بم د ورستیو زیانونو په اړه اندېښنه لري او له افغان ولسمشر غواړي، چې افغان خاوره له ازموینو وژغوري.
د یادونې وړ ده، چې په دې بمي برید کې د داعش د وژل شویو کسانو شمېر ۹۴ ته پورته شوی او اوس هم په اړوند سیمه کې علملیات روان دي.
https://avapress.com/vdchxznzx23nkvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته