د راپورنو له مخې، د کرکټ ندیوالې شورا د د افغانستان کرېکټ وېکټ ساتونکی او توپوهونکی لوبغاړی محمد شهزاد په موقت ډول له لوبو منع کوي.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، راپورونه ښیي چې د کررکټ نړیوالې شورا دغه پرېکړه وروسته له هغه کړې چې محمد شهزاد د منع شویو درملو کارولو ‘ډوپنګ ‘ اړوند یوه ازموینه کې ناکام شو.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ نړیوالې شورا د درملو د استعمال د ضد کمیټې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی شهزاد محمدي د منع شویو درملو پر استعمال تورن کړی.
د کرکټ بورډ له خوا په خپرې شوې یوه لنډ بیان کې راغلي، چې د افغانستان کرکټ بورډ او شهزاد محمدي به د قضیې د سپیناوي په موخه حقوقي کړنې ترسره کوي او د قضیې د دفاع لپاره به مدافع وکیل په دنده وګوماري.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د لازمو حقوقي پلټنو وروسته به افغان کرکټ بورډ د قضیې په اړه بشپړ وضاحت په رسمي ډول اعلان کړي.
شهزاد د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ډیرو تکړه لوبغاړو څخه دي چې په ۱۱۶ نړیوالو لوبو کې برخه اخیستي، چې یوه ورځنۍ او شل اوریزې په کې شاملې دي.