کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرکټ نړیوالې شورا شهزاد د منع شویو درملو پر استعمال تورن کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 حمل 1396 ساعت 10:04


د راپورنو له مخې، د کرکټ ندیوالې شورا د د افغانستان کرېکټ وېکټ ساتونکی او توپوهونکی لوبغاړی محمد شهزاد په موقت ډول له لوبو منع کوي.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، راپورونه ښیي چې د کررکټ نړیوالې شورا دغه پرېکړه وروسته له هغه کړې چې محمد شهزاد د منع شویو درملو کارولو ‘ډوپنګ ‘ اړوند یوه ازموینه کې ناکام شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ نړیوالې شورا د درملو د استعمال د ضد کمیټې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی شهزاد محمدي د منع شویو درملو پر استعمال تورن کړی.

د کرکټ بورډ له خوا په خپرې شوې یوه لنډ بیان کې راغلي، چې د افغانستان کرکټ بورډ او شهزاد محمدي به د قضیې د سپیناوي په موخه حقوقي کړنې ترسره کوي او د قضیې د دفاع لپاره به مدافع وکیل په دنده وګوماري.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د لازمو حقوقي پلټنو وروسته به افغان کرکټ بورډ د قضیې په اړه بشپړ وضاحت په رسمي ډول اعلان کړي.

شهزاد د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ډیرو تکړه لوبغاړو څخه دي چې په ۱۱۶ نړیوالو لوبو کې برخه اخیستي، چې یوه ورځنۍ او شل اوریزې په کې شاملې دي.


د مطلب کود: 140963

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/140963/د-کرکټ-نړیوالې-شورا-شهزاد-منع-شویو-درملو-پر-استعمال-تورن-کړی

آوا
  https://www.avapress.com