دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 138925
د ټاکنیز نظام د برېښنايي کېدو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون هڅې
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیز نظام د برېښنایي کېدو له هڅو خبر ورکوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي وايي که‎چېرې د هغوی خبرې اترې پایلې ته ورسېږي د رایې ورکونې پخواني کارټونه به باطل شي.
نوموړې زیاتوي په راتلونکي کال کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو کار وروستی شوی نه دی او ډېر ژر به ټاکنیز مهال وېش اعلان شي.
ټاکنیزې سمونې د حکومت له تر ټولو سترو ژمنو څخه وي د ټاکنیزو سمونونو رامنځته کول او همداراز د رڼو ټاکنو ترسره کول یوازینۍ لاره بلل کېږي چې پر ټاکنو او ولسواکې د خلکو اعتماد بیا ټینګ شي.
له همدې امله د ټاکنو خپلواک کمېسیون دروند مأموریت لري،خو د دغه کمېسیون د نویو غړو د کار له پیل څخه د درېیو میاشتو په تېرېدو څه اصلاحات رامنځته شوي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرسیتاله وسیمه بادغیسي په دې اړه زیاته کړه:«زموږ خبرې اترې روانې دي چې موږ له نوې ټکنالوژۍ څخه استفاده وکړو،په افغانستان کې د ډېریو نورو بنسټونو په څېر له بایمټریک څخه استفاده وکړو.پرې دې بحث روان دی او دا ډېره مرسته کوونکې ده او د نوې ټکنالوژۍ له استفادې سره شونې د رایې ورکونې د پخوانيو کارتونو استفاده بلکل له منځه ولاړه شي.»
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیاله وايي چې یولړ بحثونه یې پیل کړي چې د دغو خبرو په پایلو سره به راتلونکې ټاکنې بې مخینې وي.
اغلې بادغیسۍ زیاته کړه:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټاکلي وخت او د ټاکنو د قانون په سمون کې د ټاکنو جامعې طرحه یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولې او د دغې طرحې په سمون کې د ټاکنو حوزې به ډلبندي شي او همدارنګه د دې په اړه چې څه ډول رڼې ټاکنې ترسره شي بحث روان دی.»
اخوا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس نن په خپل کار پیل وکړ. په دې لړ کې په ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې د اصلاحاتو له رامنځته کېدو پرته د ټاکنو ترسره کېدل به په ولسواکې د خلکو اعتماد ته ډېر زیان ورسوي.
د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ د پروګرامونو رییس وویل:«د رایې ورکوونکو نوملړ دی چې باید چمتو شي او همدارنګه د تېرو مقرراتو او کړنلارې څېړل دي چې څه ډول باید بدلون وکړي او د ټاکنیزو حوزو موضوع ده او بله موضوع چې ډېره جدي ده د رایو د شمېرلو بحث دی چې باید څه ډول وشي.»
له دې سره سره د ټاکنو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیال وايي چې د تېرو ټاکنو د رسوایۍ د نه تکرارېدو په موخه د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره به له ټولو چارو کار واخلي.
https://avapress.com/vdcdxj0fkyt0sn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته