دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 138619
د ایشچي غوښتنه؛پر هغه د جنسي ځورونې د اصلي تورن څېړنه
د ملي جنبش پخوانی مرستیا احمد ایشچي، د جنرال دوستم د اوو ساتونکو له څېړنو هر کلی کوي خو زیاتوي چې باید د هغه د جنسي ځورونې اصلي تورن جنرال دوستم تر قانوني څار لاندې راشي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، ایشچي له حکومته غواړي چې د هغه په دوسیه کې عدالت په سمه توګه ټینګ کړي.
اخوا لویه څارنوالۍ وايي تر دې دمه د دوستم ۲ ساتونکي څېړنو ته حاضر شوي نه دي او پاتې ۷ نور ساتوونکي له څېړنو وروسته خوشې شوي دي.
هغه وویل:«تر هغه مهاله چې په خپله دوستم،څېړنې ته حاضر نه‎شي او دغه ساتونکي یې چې په جرم کې شریک دي او یا ووایم چې عسکر دي تر امر لاندې دي چې د هغه لارښونه یې عملي کړې،نه شي کولای زما قناعت ترلاسه کړي.»
په همدې حال کې لویه څارنوالۍ د جنرال دوستم د ۹ تنو ساتونکو د څېړنو حکم صادر کړی وو. له هغې ډلې دوه تنه یې څو ورځې وړاندې د څېړلو لپاره حاضر شوي وو، او له دې ډلې ۵ تنه نور یې درې ورځې وړاندې څارنوالۍ ته حاضر شول.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل:«تېره اوونۍ له دغو کسانو څخه څو تنه یې چې پرې ادعا وه،د څېړنې لپاره حاضر شول او د دغې پېښې په اړه څېړنې دوام لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د کور له دوه ورځو پوځي کلابندۍ څخه وروسته، د ښاغلي دوستم ۵ ساتونکي، د ځواب ویلو لپاره لویې څارنوالۍ ته حاضر شول.
https://avapress.com/vdcdfj0fnyt0s96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته