دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 133172
زموږ ځواکونه مطلق ملي او مسلکي دي او واړه سیاستونه د هغوی لیکو ته لاره نشي کولی
جمهور رئیس غني: زموږ ځواکونه مطلق ملي او مسلکي دي او واړه سیاستونه د هغوی لیکو ته لاره نشي کولی د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون شپه د امنیتي او دفاعي سکتور له مسوولینو سره ” د امنیتي او دفاعي ارګانونو د سترې رهبرۍ، د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ د قوماناندانو د ګډ کنفرانس“ د جمع بندي په خاطر په ارګ کې، وکتل. په پیل کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د هغوی تمویل او تجهیز ته د جمهور رئیس د ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه او همدارنګه یې ”د امنیتي او دفاعي ارګانونو د سترې رهبرۍ، د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ د قوماناندانو د ګډ کنفرانس“ د ښه ترسره کېدو په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل. نوموړي وویل، په کنفرانس کې ستاسو د هغو ارزښتناکو لارښوونو په هکله هم بحث وشو، چې د یاد کنفرانس د پرانیستلو پرمهال مو وکړې. هغه زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټول منسوبین او مسوولین ستاسو تر مشرۍ لاندې د خپلو دندو د ترسره کولو ویاړ لري او دوی د هېواد او خلکو د دفاع په لاره کې هر ډول قربانۍ ته تیار دي. جمهور رئیس یو ځل بیا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او اتلولۍ وستایلې، شهیدانو ته یې د فردوس جنت دعا وکړه، او له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یې له دې امله مننه وکړه، چې د دښمن پر ضد د عملیاتو پرمهال خپلې وسلې په ډېر دقت او ځیرکتیا کاروي. محمد اشرف غني وویل، د هېواد د جمهور رئیس په توګه مې دا دنده ده چې نړۍ قانع کړم او افغانستان یو ځل بیا د دوی د توجه محور وګرځي چې ستاسو د سرښندنو او اتلولیو له برکته هم افغانستان د نړیوالو د توجه محور وګرځېد او هم یې له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړې. د هېواد جمهور رئیس وویل، ټول دې اجماع ته رسېدلي چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د ثبات د تامین او قانون د واکمنۍ وسیله دي. هغه په ټینګار وویل، افغانستان په ملېشو او ډلو ټپلو نه، بلکې په امنیتي او دفاعي ځواکونو ثبات ته رسېږي. جمهور رئیس وویل، افغانستان د مرکزي اسیا په نه بېلېدونکې برخه بدل شوی او په راتلونکي کې به له مرکزي اسیا سره زموږ اړیکې نورې هم پراخې شي، ځکه اساسي مناسبات مو ایجاد کړي. هغه زیاته کړه، په هېواد کې روان جنګ داخلي جنګ نه دی، ځکه په افغانستان کې ۳۰ تروریستي سازمانونه فعال دي او دغه جنګ بېلابېل ابعاد لري. جمهور رئیس غني تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو له مشارکت څخه په مننې وویل، د تروریزم جنګ واضح بین المللي ابعاد لري او دغه مبارزه یو واضح بین المللي سیاست او ستراتیژۍ ته اړتیا لري. د هېواد جمهور رئیس وویل، تروریزم منځمهاله تهدید دی او د دغه تهدید د دفعه کولو په خاطر له نړیوالو سره منځمهاله ژمنې لرو، ځکه چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او له همدې امله نړۍ ستاسو منندوی ده. جمهور رئیس څرګنده کړه، له پاکستان څخه سوله نه غواړو، بلکې له پاکستان سره سوله غواړو. هغه وویل،په افغانستان کې روان جنګ د تروریزم ملاتړ کوونکي هېواد څخه د نظامي متخصصینو په مشوره ترسره کېږي. محمد اشرف غني وویل، تاسو د هېواد او هېوادوالود عزت د دفاع او ساتنې تړون د خپلو وینو په بیه کړی، دا یو دوامدار تړون دی او د افغانستان خلک ستاسو د دغه تړون درناوی کوي. هغه ډاډ ورکړ، چې هره شیبه او هر ځای ستاسو استازیتوب، دفاع او ملاتړ کوم. جمهور رئیس وویل، زه هره ورځ او هره شیبه ستاسو احوال اخلم، او ستاسو اړتیاوې تشخیص او پوره کوم. ما یوه ورځ هم په عملیاتو کې مداخله نه ده کړې، ځکه زه د خپلو ځواکونو او جنرالانو په مسلکي وړتیا باور لرم او غواړم دوی هم دا باور ولري چې نوښت یې د تقدیر وړ دی. جمهور رئیس غني وویل، هیڅوک هم له مسوولیت څخه د اوږو سپکولو په خاطر پړه او ملامتیا په جنرالانو نشي اچولی، ځکه زموږ جنرالان زموږ د خلکو او هېواد عزت دی. هغه زیاته کړه، کله مو چې دغه لباس په تن کړ، نو بیا ټول یو افغان یئ او واړه سیاستونه ستاسو لیکو ته لاره نشي کولی، ځکه زموږ ځواکونه مطلق ملي او مسلکي دي. د هېواد جمهور رئیس وویل، زه غواړم زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو چاپېره واضح دېوال وجود ولري چې واړه سیاستونه یې منځ ته داخل نشي او په دې برخه کې اساسي اجماع د ایجاد په حال کې ده او دا ترسره کوو، تر څو تاسو د ابتکار، دندې او ملاتړ اطمینان ولرئ. هغه څرګنده کړه، دوه کاله وړاندې زموږ د تاریخ سخت کلونه وو. خلکو او بهرنیو مبصرینو باور نه درلود، چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه دې د تروریزم پر وړاندې وجنګېږي او مقاومت دې وکړي، مګر ماستاسو په مسلکي وړتیا او ژمنتیا ټینګ باور درلود. محمد اشرف غني څرګنده کړه، د جګړو په کلونو کې چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه وپاشل شول، نو تاسو هر یوه د دې هیله لرله او له خدای سره مو سوګند کړی وو، چې که دوباره د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه ایجاد شول، نو تاسو به یې د پاشل کېدو اجازه ورنه کړئ. دا فردي ژمنه په جمعي او واضح تصمیم بدل شو او ما ستاسو دا تصمیم درک کړ. جمهور رئیس یو ځل بیا له دوی څخه په بریالۍ توګه د یاد کنفرانس د سرته رسولو له امله مننه وکړه او وې ویل، هیله ده ټول مسایل، تخنیکي او محاربوي اړتیاوې په وضاحت مطرح شي، تر څو دا په عملي پلانونو بدل کړو.. جمهور رئیس غني وویل، له بهرنیو امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې باید مسلکي پایدار ظرفیتونه او ګټور سیستمونه ایجاد کړو چې راتلونکي ته ځواب ویونکي وي. هغه وویل، ستاسو مبارزه او د سرښندنو پایلې یوازې د کلونو او لسیزو نه، بلکې د سلیزو لپاره دي.
https://avapress.com/vdccm1qsi2bq1s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته