دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 126045
اعزاز احمد چودري: د ترهګرو پر وړاندې مبارزې لپاره باید امریکا پاکستان سره مرسته وکړي
پاکستان وایي د افغانستان امنیت د دې هېواد د امنیتي ځواکونو مسوولیت دی او پاکستان به د افغانستان د ناامنیو کابو کولو په موخه هېڅ پوځي ګام پورته نه کړي.

پاکستان وایي د افغانستان امنیت د دې هېواد د امنیتي ځواکونو مسوولیت دی او پاکستان به د افغانستان د ناامنیو کابو کولو په موخه هېڅ پوځي ګام پورته نه کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي چې تاوتریخوالی دې یوې خواته کړي او د افغانستان له حکومت سره دې خبرې پیل کړي.

اعزازچودري وايي د ترهګرو پر وړاندې مبارزه پاکستان سره د امریکا مرستو پورې تړلې ده.

پاکستان چې داسې ښکاري ،دامریکالخوادایف شپاړس الوتکودنه سپارلوله امله ډیرناراحته شوی، اوس یې له افغانستان سره دامنیت دټینګولوپه برخه کې خپلې مرستې ته شرط ایښی.

دترهګروله منځه وړل ګډکارته اړتیالري، دامریکاله مرستې پرته دترهګرو پرضدپوځي کړنه اغیزمنه نه ده ، افغانستان کې دترینګلتیادکموالي په موخه ټولې ښکېلې ډلې باید تاوتریخوالی پرېږدي اودافغانستان دولت سره خبروته چمتوشي.

دغه لوړپوړي پاکستاني چارواکی وړاندیزکړی چې دغه هیواد داف شپاړس جنګي الوتکو دپلورلوپه موخه دامریکاوړاندیزردکړی اووايي چې دامریکاته دالوتکو دترلاسه کولوپه موخه هیڅ پیسې ورنه کړي ، مګرداچې دامریکامتحده ایالات به دژمنه شویوڅلورسوه دیرش میلیون ډالروپه بدل کې دغه جنګي الوتکې پاکستان ته ورکړي .

له امریکاڅخه دجنګي الوتکوداخیستولپاره پاکستان هیڅ مخکې شرط نه مني ، ځکه پاکستان پلان لري اوله دغوالوتکوڅخه یوازې دترهګرودله منځه وړوپه موخه کاراخلي.

دامریکاکانګرس ویلي که چېرې پاکستان غواړي چې ایف شپاړس الوتکې ولري ، باید امریکا ته پيسې ورکړی اوعملي ډول وښيي چې دحقاني شبکې په ګډون دترهګروډلوترمنځ توپيرنه کوي .

دولسي جرګې غړي وايي چې ددې وخت رارسېدلی څوامریکادپاکستان په اړه خپل سیاست کې بیاکتنه وکړي .

دامریکاکانګرس تېره میاشت داتو اف شپاړس جنګي الوتکو داخیستوپه موخه دڅلورسوه دیرش میلیون ډالروله ورکولوډه ډه وکړه اوهغه یې دحقاني شبکې پرضد دکړنودترسره کولوپه شرط وبلل .

دپاکستان دبهرنیوچارووزیردغه راز ویلي چې دهغه هیوادحکومت له داعش هیڅ ملاتړنه کوي اوداهغه ښکارنده ده چې له عربي هیوادونوسیمې ته راغلې.


https://avapress.com/vdcdo90fkyt0xz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته