دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 125144
د سیلابونه له کبله ۲۵ کسان وژل سوی دی
د هیواد ځينو ولایتونو څخه رپوټونه وايي، د سېلابونو له کبله لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د هیواد ځينو ولایتونو څخه رپوټونه وايي، د سېلابونو له کبله لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

رپوټونه وايي د هیواد بادغیس، بلخ او ځينو نورو ولایتونو کې خلکو ته د سیلابونو له کبله زیان اوښتی.

د هیواد هرات ولایت د طبیعي پيښو پروړاندې مبارزې اداره وايي، په دې وروستیو کې د سیلابونو او ورښتونو له امله کرخ،گذره،انجیل او پشتون زرغون ولسوالیو کې ۴۰ کورنیو ته زیان اوښتی دی.

تیرې ورځې وښتونو د هیواد په شمالي ولایتونو اوسیدونکې مالي او ځانې زیان اړولې دی.

رپوټونه وايي چې هیواد ځينو ولایتونو کې ډير کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

هیواد بادغیس ولایت کې ۲۳ کسانو د سیلابونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او له ۸۰ ډيرو کورنیو ته زیان اوښتی دی.

هیواد شمال بلخ ولایت کې ۸۰ کورنیو ته په دې وروستیو کې د سلابونو او ورښتونو له کبله کورو نه يي ویجاړ شوي او دوه کسان نور وژل شوي دي.

هرات ولایت د پولیسو مشر عبدالرووف تاج وايي،کې خلکو ته زیان اوښتې دی او دوه ماشومان وژل شوي دي.

خو د هیواد پلازمینه کابل هم دسیلابونو څخه په امن کې نه دی په دې وروستیو کې د کابل ځينې واټونه او سرک د ډیرو اوبو ډنډيدو له کبه ځينې لارې د بندیدو لامل کیږی.

ویل کیږي چې حکومت او دطبیعي پيښو پروړاندې د مبارزې ادارې تراوسه سیلاب ځپلو ته مرسته نه ده کړی

https://avapress.com/vdcc0pqs02bqis8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته