دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۴۵
د مطلب کود : 124343
د والیانو ټولنه: له بحران څخه د افغانستان د وتلو لار د عنعنوي لویې جرګې جوړېدل دي
د والیانو ټولنه وایي، له بحران څخه د افغانستان د وتلو لار د عنعنوي لویې جرګې جوړېدل دي.
د والیانو ټولنې غړو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د افغانستان پر امنیتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې امریکا دې له افغانستان سره پر لاسلیک شویو امنیتي او ستراتیژیکو تړونونو عمل وکړي.
دوی طالبانو ته په لوی لاس د حکومت لخوا د ځينو سيمو پريښودل له هيواد سره جفا وبلله او په ټینګار سره یې وویل؛ تر هغو به ثبات رانشې، څو چې له حکومت څخه بې تجربې او بې احساسه چارواکي ګوښه او پر ځای یې تجربه لرونکي او با احساسه چارواکي ونه ټاکل شي.
د والیانو ټولنې هلمند، سرپل، فارياب او یو شمېر نور ولایتونه د سقوط له ګواښ سره مخ وبلل او له بحران څخه د هيواد د ایستلو يوازينۍ لاره یې د عنعنوي لويې جرګې جوړېدل په ګوته کړل.
سرچينه : سپوِِزمی رادیو
https://avapress.com/vdcc00qs12bqi18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته