کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د والیانو ټولنه: له بحران څخه د افغانستان د وتلو لار د عنعنوي لویې جرګې جوړېدل دي

سپوِِزمی رادیو , 11 حمل 1395 ساعت 19:45


د والیانو ټولنه وایي، له بحران څخه د افغانستان د وتلو لار د عنعنوي لویې جرګې جوړېدل دي.
د والیانو ټولنې غړو نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د افغانستان پر امنیتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې امریکا دې له افغانستان سره پر لاسلیک شویو امنیتي او ستراتیژیکو تړونونو عمل وکړي.
دوی طالبانو ته په لوی لاس د حکومت لخوا د ځينو سيمو پريښودل له هيواد سره جفا وبلله او په ټینګار سره یې وویل؛ تر هغو به ثبات رانشې، څو چې له حکومت څخه بې تجربې او بې احساسه چارواکي ګوښه او پر ځای یې تجربه لرونکي او با احساسه چارواکي ونه ټاکل شي.
د والیانو ټولنې هلمند، سرپل، فارياب او یو شمېر نور ولایتونه د سقوط له ګواښ سره مخ وبلل او له بحران څخه د هيواد د ایستلو يوازينۍ لاره یې د عنعنوي لويې جرګې جوړېدل په ګوته کړل.


د مطلب کود: 124343

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124343/د-والیانو-ټولنه-له-بحران-څخه-افغانستان-وتلو-لار-عنعنوي-لویې-جرګې-جوړېدل-دي

آوا
  https://www.avapress.com