په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر، ویتالی چورکین پرون اعلان کړی چې له سوریې څخه د روسی ځواکونووتل، د سوریې د کشالې د حل بهیر د پیاوړتیا لپاره د مسکو د هوډ ښودنه کوی.
چورکین د خبریالانو په غونډه کې ددې په بیانولو سره چې زموږ ډیپلوماټیک ارګان د هڅو د پیاوړتیا امر ترلاسه کړی تر څو د سوریې د کشالې سیاسی حل نتیجه ورکړی.
نوموړی اعلان کړی چې له دې وروسته په سوریه کې د روسیې پوځی شتون به ترډېره په سوریه کې د اوربند پر کنټرول را وڅرخی.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر اعلان کړی چې موږ به په سوریه کې خپل امکانات وساتوو تر څو د نښتو پر بندولو څارنه وکړوو.
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین بیګا په ناڅاپی توګه د اوربند له رامنځ ته کېدو دوې اونۍ وروسته ، له سوریې څخه د روسی پوځیانو د یوې سترې برخې د وتلو خبر ورکړ.