کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له سوریې څخه د روسی ځواکونو وتلو په اړه د چورکین څرګندونې

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 25 حوت 1394 ساعت 12:45


په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر، ویتالی چورکین پرون اعلان کړی چې له سوریې څخه د روسی ځواکونووتل، د سوریې د کشالې د حل بهیر د پیاوړتیا لپاره د مسکو د هوډ ښودنه کوی.

 چورکین د خبریالانو په غونډه کې ددې په بیانولو سره چې زموږ ډیپلوماټیک ارګان د هڅو د پیاوړتیا امر ترلاسه کړی تر څو د سوریې د کشالې سیاسی حل نتیجه ورکړی.

نوموړی اعلان کړی چې له دې وروسته په سوریه کې د روسیې پوځی شتون به ترډېره په سوریه کې د اوربند پر کنټرول را وڅرخی.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر اعلان کړی چې موږ به په سوریه کې خپل امکانات وساتوو تر څو د نښتو پر بندولو څارنه وکړوو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین بیګا په ناڅاپی توګه د اوربند له رامنځ ته کېدو دوې اونۍ وروسته ، له سوریې څخه د روسی پوځیانو د یوې سترې برخې د وتلو خبر ورکړ.


د مطلب کود: 123808

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/123808/له-سوریې-څخه-د-روسی-ځواکونو-وتلو-په-اړه-چورکین-څرګندونې

آوا
  https://www.avapress.com