دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 109423
د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو د کمیسیون غونډه جوړه شوه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو د کمیسیون غونډه تېره شپه په ارګ کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانون پوه سرور دانش او د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم پکې ګډون کړی و، د ملي دفاع، پوهنې، کرنې، عامې روغتیا او د کلیو د پراختیا د وزارتونو، سترې محکمې، د کابل ښاروالۍ او د اوبو لګولو د لوی ریاست قرار دادونه په دقت او غور سره وڅېړل شول.
غونډې هغه قراردادونه چې له تخنیکي او د فساد له اړخه پاک او په شفافیت سره ترسره شوي وو تائید او یا تمدید کړل او هغه قراردادونه چې تخنیکي ستونزې یې لرلې او د شفافیت له اړخه تر پوښتنې لاندې و، اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې دغه قراردادونه له سره وڅېړي.
د یادونې وړ ده چې دا د بیړنیو قراردادونو او پروژو یوه برخه وه، په راتلونکې کې به د نورو قراردادونو د څېړنې لړۍ دوام ومومي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcewo8zxjh87ei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته