کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو د کمیسیون غونډه جوړه شوه

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 17 حمل 1394 ساعت 10:18


د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو د کمیسیون غونډه تېره شپه په ارګ کې جوړه شوه.
په دغه غونډه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانون پوه سرور دانش او د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم پکې ګډون کړی و، د ملي دفاع، پوهنې، کرنې، عامې روغتیا او د کلیو د پراختیا د وزارتونو، سترې محکمې، د کابل ښاروالۍ او د اوبو لګولو د لوی ریاست قرار دادونه په دقت او غور سره وڅېړل شول.
غونډې هغه قراردادونه چې له تخنیکي او د فساد له اړخه پاک او په شفافیت سره ترسره شوي وو تائید او یا تمدید کړل او هغه قراردادونه چې تخنیکي ستونزې یې لرلې او د شفافیت له اړخه تر پوښتنې لاندې و، اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې دغه قراردادونه له سره وڅېړي.
د یادونې وړ ده چې دا د بیړنیو قراردادونو او پروژو یوه برخه وه، په راتلونکې کې به د نورو قراردادونو د څېړنې لړۍ دوام ومومي.


د مطلب کود: 109423

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/109423/د-جمهور-رئیس-غني-په-مشرۍ-ملي-تدارکاتو-کمیسیون-غونډه-جوړه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com