دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 151809
افغان ځواکونو په اندړ کې ۱۵ پاکستاني کومانډویان وژلي

د غزني والي عبدالکریم متین  د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې افغان ځوکونو د تیرو څو ورځو جګړو په ترڅ کې ۹۳ وسله وال وژلي دي.

متین وايي چې په وژل شویو کې درې یې مهم قوماندانان هم شامل دي.نوموړي زیاته کړې چې په وژل شویو کې پنځلس پاکستاني کوماندو هم وژل شوي.

د غزني والي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د تیرو څو ورځو راهیسي وسله والو په دغه ولسوالۍ بریدونه پیل کړی. 

د جمعی په ورځ بیا د غزني والي ، امنیه قومندان ، د د پنځ سوه پنځه سپین غر زون قومندان او نور امنیتي چارواکي کله چې د دغه ولسوالۍ امنیتي وضعیت د څیړلو په موخه روان و،په لاره کې د طالبانو له کمین سره مخ شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyvevhuqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته