کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونو په اندړ کې ۱۵ پاکستاني کومانډویان وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 میزان 1396 ساعت 10:23


د غزني والي عبدالکریم متین  د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې افغان ځوکونو د تیرو څو ورځو جګړو په ترڅ کې ۹۳ وسله وال وژلي دي.

متین وايي چې په وژل شویو کې درې یې مهم قوماندانان هم شامل دي.نوموړي زیاته کړې چې په وژل شویو کې پنځلس پاکستاني کوماندو هم وژل شوي.

د غزني والي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د تیرو څو ورځو راهیسي وسله والو په دغه ولسوالۍ بریدونه پیل کړی. 

د جمعی په ورځ بیا د غزني والي ، امنیه قومندان ، د د پنځ سوه پنځه سپین غر زون قومندان او نور امنیتي چارواکي کله چې د دغه ولسوالۍ امنیتي وضعیت د څیړلو په موخه روان و،په لاره کې د طالبانو له کمین سره مخ شول.


د مطلب کود: 151809

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151809/افغان-ځواکونو-په-اندړ-کې-۱۵-پاکستاني-کومانډویان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com