افغان چارواکی وایی، د سمنګان ولایت کی د دولت مخالفینو یو مهم غړی په څو ترهګریزو بریدونو نیول شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، ددغه ولایت د پولیسو چارواکو په دی اړه وایی، چې په یاد ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې، د وسله والو طالبانو یو مهم غړی شفیع الله نیول شوی دی.
د هغوی په خبره، چې نیول شوی کس د سمنګان ولایت په د دره صوف پاین ولسوالۍ کې په څو ترهګریزو بریدونو کې مهمه ونډه لرلې ده.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.