دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۰ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 32838
ناټو وايي ۲۷ مخالف وسله وال یې په بمبارۍ کې وژلي
د افغانستان په ختیځ کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د ایساف ځواکونو یوه ویندوی پرون /د چهارشنبې په ورځ/ وویل:«د نړیوال ايتلافي ځواک الوتکو نن سهار د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې ۲۷ سخت دریځي ووژل.»
تاند - نړیوال پوځیان وايي چې د افغانستان په ختیځ کې، وروسته له دې چې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو د نړیوالو ځواکونو پر ګزمې ډزې وکړې، د ناټو په هوايي برید کې ۲۷ حمله کوونکي وسله وال مخالفان ووژل شول.

دا پېښه د ننګرهار ولایت، چې د افغانستان تر نورو پښتني سیمو ارام ولایت بلل کېږي، په یوه سرحدي سیمه کې وشوه .

د افغانستان په ختیځ کې د ناټو ترمشرۍ لاندې د ایساف ځواکونو یوه ویندوی پرون /د چهارشنبې په ورځ/ وویل:«د نړیوال ايتلافي ځواک الوتکو نن سهار د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې ۲۷ سخت دریځي ووژل.»



ده د دې پېښې د څرنګوالي په اړه وویل:«سخت دریځو د ايتلافي ځواکونو پر ګزمې په سپکو وسلو او راکټونو برید وکړ خو د دوی حملې ته د ايتلاف هوايي ځواک سمدستي ځواب ووایه.»
د ناټو مقاماتو په دې نښته کې د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو یا د دولت کومې بلې وسله والې مخالفې ډلې هم تراوسه پوري د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.
تېره اوونۍ شاوخوا اویا تنه وسله وال طالبان وروسته له دې ووژل شول چې په پکتیکا ولایت کې یې د ایساف ځواکونو پر یوې پوستې د حملې هڅه وکړه.

په ننګرهار کې د تېر اکتوبر میاشتې په وروستیو کې ناټو ادعا کړې وه چې په شینوارو کې یې شاوخوا دېرش تنه وسله وال طالبان وژلي خو وروسته د سیمې خلکو تاند ته وویل چې وژل شوي کسان طالبان نه بلکې د شینوارو عام خلک ول.

تېر ځل هم د ناټو تر مشرۍ لاندې نړیوالو ځواکونو ویلي و چې د افغانستان په ختیځ کې یې یوشمېر وسله وال سخت دریځي وروسته له دې وژلي چې هغوی د افغان او ناټو ځواکونو پر کاروان برید وکړ چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه ونښته .

ویل کېږي چې د ننګرهار د شینوارو په سیمو کې، چې نازیان ولسوالۍ هم پکې شامله ده، طالبان فعالیت نه لري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwwbf.rhb5fp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته