دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 145158
د امریکایي پوهنتون استادانو د خوشي کېدو په اړه د طالبانو غوښتنې

د طالبانو وسله والې ډلې په افغانستان کې تښتول شوي د امریکایي پوهنون د دوه استادانو نوې ویډیو خپره کړې.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، په خپرې شوی ویډیو کې د امریکایي پوهنتون امریکایي او اسټرالیایي استادان لیدل کېږي، چې له چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

د تښتول شوي استادانو په وینا، په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې د هغوې په بدل کې له بګرام او څرخې پله زندانونو څخه د خپلو ملگرو ازادي غواړي.

په دغه ویډیو کې د وسله والو طالبانو بندیانو په اړه نور جزئیات نه دی ورکول شوي خو د یاد ډلې یو شمېر لوړپوړي قوماندانان د حقاني شبکې مشر انس حقاني په ګډون اوس مهال په زندانانو کې بند دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي ویلي وو، چې افغان حکومت غواړي د کابل خونړی بریدونو په غبرګون کې د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې یو شمېر بندیان اعدام کړي.

د امریکايي پوهنتون دغه دوه ته استادان تېر اګسټ په کابل کې د ځینو وسله‎والو کسانو له ‎خوا چې پوځي جامې یې په تن وې پوهنتون ته نېږدې وتښتول شول.

وسله والو طالبانو تیر کال هم د دغو دوو استادانو وېډیو خپره کړه چې دغې ډلې برمته کړي و.

په دغه وېډیو کې امریکایي کیوین کینګ او اسټرالیایې تیموتي‌ویکس غواړي د طالب بندیانو په بدل کې دوی خوشي کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjiievouqexvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته