کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکایي پوهنتون استادانو د خوشي کېدو په اړه د طالبانو غوښتنې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 سرطان 1396 ساعت 11:36


د طالبانو وسله والې ډلې په افغانستان کې تښتول شوي د امریکایي پوهنون د دوه استادانو نوې ویډیو خپره کړې.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، په خپرې شوی ویډیو کې د امریکایي پوهنتون امریکایي او اسټرالیایي استادان لیدل کېږي، چې له چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

د تښتول شوي استادانو په وینا، په افغانستان کې د طالبانو وسله والې ډلې د هغوې په بدل کې له بګرام او څرخې پله زندانونو څخه د خپلو ملگرو ازادي غواړي.

په دغه ویډیو کې د وسله والو طالبانو بندیانو په اړه نور جزئیات نه دی ورکول شوي خو د یاد ډلې یو شمېر لوړپوړي قوماندانان د حقاني شبکې مشر انس حقاني په ګډون اوس مهال په زندانانو کې بند دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي ویلي وو، چې افغان حکومت غواړي د کابل خونړی بریدونو په غبرګون کې د وسله والو طالبانو او حقاني شبکې یو شمېر بندیان اعدام کړي.

د امریکايي پوهنتون دغه دوه ته استادان تېر اګسټ په کابل کې د ځینو وسله‎والو کسانو له ‎خوا چې پوځي جامې یې په تن وې پوهنتون ته نېږدې وتښتول شول.

وسله والو طالبانو تیر کال هم د دغو دوو استادانو وېډیو خپره کړه چې دغې ډلې برمته کړي و.

په دغه وېډیو کې امریکایي کیوین کینګ او اسټرالیایې تیموتي‌ویکس غواړي د طالب بندیانو په بدل کې دوی خوشي کړي.


د مطلب کود: 145158

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145158/د-امریکایي-پوهنتون-استادانو-خوشي-کېدو-په-اړه-طالبانو-غوښتنې

آوا
  https://www.avapress.com