دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 125212
کابل کې چاودنې نېږدې ۱۶۱ ټپیان پرځای پرېښودل
د کابل ښار په پل‎محمود خان سیمه کې نن سېشنبې د ځانمرګي برید له امله تر اوسه کابو ۱۶۱تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل ښار په پل‎محمود خان سیمه کې نن سېشنبې د ځانمرګي برید له امله تر اوسه کابو ۱۶۱تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د روغتیا وزارت د رسنیو مسوول، اسماعیل کاووسي وایي چې ۸۱ تنه ټپیان ابن سینا او ۲۰ تنه هم ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د رجال‎ برجسته ریاست خوا ته وشو چې لومړۍ، ځانمرګي بریدګر ځانته چاودنه ورکړه او وروسته نور بریدګر د یاد ریاست ودانۍ ته ور دننه شول.

د رجال برجسته ریاست ودانۍ د کابل په پل محمود خان سیمه کې ده.

وروسته له برید څخه افغان ځواکونو سیمه‎ کلابنده کړه او د ډزو غږونه اورېدل کېدل. ویل کېږي چې دولتي ځواکونه توانېدلي چې ودانۍ ته د ننه شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید غندلی او دغه پېښه یې یوه ترهګریزه کړنه بللې ده.

له ولسمشرۍ مانۍ څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه برید کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه زیاتوي:"ولسمشر له ټينګار سره وویل چې دا ډول بریدونه د دښمن د کمزورتیا نښه ده چې نشي کولی له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي."

غني زیاته کړې ده:"دغه ډول بزدلانه بریدونه نشي کولی چې د خلکو او افغان ځواکونو هوډ ته د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې زیان ورسوي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وایي چې افغان ځواکونه د برید سیمې ته رسېدلي دي.

په سیمه کې د طلوع نیوز خبریال، تمیم حمید وایي چې افغان ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلې او له ترهګرو سره پر نښته بوخت دي.

https://avapress.com/vdcizwazrt1arr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته