دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 138515
د هېواد سیاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو سره مشورتي غونډه جوړه شوه
سیاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو سره د عمده ملي، امنیتي او سیاسي مسایلو په اړه نن له غرمې مخکې په ارګ کې مشورتي غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د هېواد یو شمېرسیاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو حضور درلود، د قانون حاکمیت او په افغانستان او پاکستان کې د وروستیو تحولاتو او په هغه اړه د افغانستان دولت د اقداماتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
جمهور رئیس غني د ټاکنو په اړه معلومات ورکړل او د ټاکنو په ترسره کېدو او د ټاکنیزو کمیسیونو په استقلالیت یې ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د هېواد سیاسي او جهادي رهبرانو هم د هېواد د مختلفو مسایلو په اړه خپل لیدلوري شریک کړل او د ټاکنو لپاره یې د افغانستان حکومت د کوښښونو قدرداني وکړه.
همدارنګه پرېکړه وشوه چې د هېواد د مختلفو مسایلو په اړ ه سیاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو سره مشورتي ناستې په راتلونکي کې هم ادامه پیدا کړي.
په دې غونډه کې د هېواد پر جمهور رئیس سربېره ، د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش،اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ، جهادي رهبرحضرت صبغت الله مجددي، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار، د سولې عالي شورا مرستیال محمد کریم خلیلي، د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، لوی څارنوال فرید حمیدي، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ډاکټر محمد اکرم خپلواک، په عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار احمد نادر نادري، هدایت امین ارسلا اوذبیح الله مجددي ګډون درلود.
ارگ ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdcizvazwt1apw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته