دخپریدو نیټه :جمعه ۸ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 155552
مجروح: د کابل د پرونۍ حملې د ۵ ټپيانو حالت نازک دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، ښايي د کابل د پرونۍ حملې د تلفاتو شمېر زیات شي.

د دغه وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل، په ټپیانو کې د ۵ تنو حال نازک دی:

"د ټپیانو له منځه د پنځو تنو روغتیايي حال نازک دی، اکثره سوځېدلي دي؛ د سوځېدلو کسانو وضعیت په دوو تر درو ورځو کې ښه کېږي."

د عامې روغتیا وزارت وايي په کابل کې د تبیان پر کلتوري او ټولنیز مرکز په پرونۍ حمله کې، چې داعش یې مسوولیت په غاړه واخیست، ۴۱ تنه وژل شوي او ۸۴ نور ژوبل شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwwazrt1aww2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته