د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ٧مه، وويل چې دغه ٤٢ ملکي وګړي شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د داعش وسله والو له لوري په پچير اګام ولسوالۍ کې يرغمل شوي وو.
هغه زياته کړه چې د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په هلو ځلو او د قومي مشرانو په مرسته ياد کسان را خوشې شول.
خوږياڼى وايي، دغه کسان چې ټول يې لويان او نارينه دي، دداعش لخوا تر نيول کېدو وروسته هسکې مېنې او کوټ ولسواليو ته لېږدول شوي و .
د والي وياند وايي چې له دغو کسانو څخه يې ۱۶ تنه د هسکې مېنې ولسوالۍ په اغز او ۲۶ تنه د کوټ ولسوالۍ په جنجال غونډۍ سيمه کې ازاد او وروسته د امنيتي مسوولينو له لوري خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.