دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 139730
د افغانستان امنیت او د تروریزم څخه لوړ تهدید
جان ساپکو؛ د افغانستان د بیا جوړونی لپاره د امریکا خاص څیړونکی(سیګار) په شدت سره د افغانستان امنیتی نهادونو کی د رهبریت ضعیفوالی او فساد شتون څخه نیوکه کړه.
جان ساپکو ویلی دی چی اداری فساد او رهبریت ضعیفوالی د افغانستان امنیتی نهادونو کی اندیښمند دی او دا دوه، د افغانستان امنیتی ځواکونو ناکامی اصلی عامل دی.
هغه وویل: بیله کوم پوښتنه، دوه اصلی مشکل په افغانستان کی اداری فساد او افغان امنیتی ځواکونو کی دظرفیت نه شتون دی.
هغه زیاته کړه: د افغانستان ځواک قوماندانان د سرتیرو د خواړه پیسی غلا کوی. موږ د داستان څخه وروسته داستان اورو چی دا قوماندانان تیل او د جنګ وسیلی غلاکوی او طالبانو باندی خرڅوی. دا مخسره دی چی د هراس افکنانو اکمالاتی زنځیر په پای کی قرار لری.
هغه همدارنګه د خیالی سرتیرو په اړه وویل چی خیالی سرتیرو معاش د لوړ رتبه قوماندانانو جیبونو ته ځی.
هغه وخت چی نظامی قوماندانان داسی عمل کوی، نو د تعجب ځای نه دی چی د افغانستان امنیتی ځواکونو ۷۵ سلنه کسان خپل وظیفه د معاش په خاطر پریږدی.
دا تکان ورکوونکی ادعا که څه هم لومړۍ ځل نه دی چی مطرح کیږی؛ خو د افغانستان مسایلو کارپوهانو په باور، یو ځل بیا ټوله فکرونه د افغانستان دفاعی او امنیتی ځواکونو قومانده او مدیریت په برخه کی پرخرابوالی باندی معطوفوی.
وړاندوینه کیږی چی د افغانستان امنیتی نهادونه او دولت، سریعآ دا ګزارش رد کړی دی.
هغه کار چی همیشه ترسره کړی دی؛ خو هغه څه چی په دی منځ کی د پوهانو په باور هیڅ وخت بدلون نه کوی، د افغانستان امنیتی نهادونو او ځواکونو رهبری او مدیریت غیری قابل دفاع وضعیت دی.
په دی حساب سره، حتی که ددی امریکایی مقام ترسناک ادعا هم نادیده ونیسو، کوم مشروع او قانع کوونکی دلیل چی د افغانستان امنیتی ځواکونو او دفاعی سازمان توجیه کړی، شتون نه لری.
د فساد شتون، د رهبری څخه بی ځایه ګټه اخیستنه او خیالی سرتیری هم یواځی جان ساپکو پوری مربوط ادعاوی نه دی. مخکی له دی، ډیر مشابه ادعاوی په دی برخه کی صورت نیولی دی؛ خو امنیتی رسمی مقاماتو عکس العمل په ټولو مواردو کی، هر وخت یوشان وو: د هر څه ردول!.
کارپوهان وایی چی دا عکس العمل، هغه لاره نه دی چی ددی معضل په حل کی مرسته وکړی او یا هم لږترلږه د هغه ویرانګر پیامدونه او درانده تبعاتو بار لږ کړی.
د هغوی په باور ددی وضعیت په ادامی سره، لکه څنګه چی د جان ساپکو په تازه خبرو کی راغلی دی، خیالی سرتیرو موضوع یو جدی موضوع دی. دا ادعا ددی مخکی د محلی مقاماتو له خوا هم قبول سوی دی.
جان ساپکو وایی چی احتمال وړل کیږی چی ددی سرتیرو شمیر، په زرهاوو کسه وی. هغه په عینی حال کی، یو بل تکان ورکوونکی ادعا هم مطرح کوی او وایی چی ددی احتمال سته چی هغه معاشات او پراخ امکانات چی ددی سرتیرو په نامه، د هغوی د قوماندانانو له خوا لاسته راوړل کیږی، د تروریستانو تغذیی په منظور، مصرف سی او په همدی دلیل، ښاغلی ساپکو ددی ډول قوماندانانو څخه چی د امنیتی ځواکونو د نامه څخه ګټه اخلی، د هغه زنځیر پای په نامه یادوی چی په نهایت کی په تروریزم باندی ختمیږی.
دی ادعاوو ته په توجه سره، د افغانستان امنیت اصلی مساله، یواځی تروریزم نه دی؛ بلکه هغه ناکارآمده سیستم دی چی غوښتلی یا ناغوښتلی د تروریستانو سره مرسته کوی، هغوی فربه او تقویتوی او د جنګ او ناامنی د پراختیا زمینه برابروی په افغانستان کی او څه هم چی د تروریزم څخه ډیر، ناامنی او بحران او بی ثباتی په افغانستان کی پایدار تر کوی.
د منتقدانو په باور، په هغه صورت کی چی دا ترسناک او تکان ورکوونکی ادعاوی رښتیا وی، د تروریزم سره مبارزه او ناامنی مهار په افغانستان کی، یواځی د تروریستانو سرکوب او انهدام په واسطه د ګرم جنګ په سنګرونو کی، د امکان وړ نه دی؛ بلکه ددی معضل لمن کیږی چی په د فساد او مدیریت څخه ګټه اخیستنی او خیانت سره په جنګ کی هم پراختیا ورکړو او په دی ترتیب، د تروریزم سره په جنګ کی تازه مهم بعد اضافه کړو.
انتظار ورل کیږی چی د ملی وحدت حکومت مشران، یوآخی امنیتی ځواکونو سریع ردول د جان ساپکو د ادعاوو په وړاندی ملاق او معیار قرار ورنه کړی؛ بلکه د جان ساپکو څخه وغواړی چی مدارک او اسنادو په ارائه کولو سره، د هغوی سره مرسته وکړی ترڅو ددی بحران عوامل شناسایی او مجازات کړی او په دی ترتیب سره، یو بل واقعی او جدی مبارزه د تروریزم او ناامنیو سره د سنګرونو جنګ په بغل کی د تروریستانو په وړاندی شکل ونیسی.
https://avapress.com/vdcip3azut1apy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته