د غزني ولایت چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ او مرکز غزني ترمنځ لار چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په لاس کې وه، بېرته پرانیستل شوې ده.
د والي ویاند محمد عارف نوري پرون سې شنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د دغې لارې د ساتنې لپاره درې امنیتي پوستې هم ځای پر ځای شوي چې د بیا نا امنه کېدو مخنیوی يې وشي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)