کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: د مرکز غزني او قره‌باغ ترمنځ لاره بېرته پرانیستل شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 جدی 1396 ساعت 15:32


د غزني ولایت چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ او مرکز غزني ترمنځ لار چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په لاس کې وه، بېرته پرانیستل شوې ده.

د والي ویاند محمد عارف نوري پرون سې شنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د دغې لارې د ساتنې لپاره درې امنیتي پوستې هم ځای پر ځای شوي چې د بیا نا امنه کېدو مخنیوی يې وشي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 155444

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155444/چارواکي-د-مرکز-غزني-او-قره-باغ-ترمنځ-لاره-بېرته-پرانیستل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com